د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ایران له ولسمشر پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې هېواد یې د ایران او ټول اسلامي امت تر څنګ کلک ولاړ دی.
بن سلمان د اسرائیلي بریدونو سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي هېوادونه باید د ایران ملاتړ وکړي او سعودي ايران کې د خپلو مسلمانانو وروڼو ملاتړ کوي.
نوموړي همدا راز هیله ښودلې، چې د ایران معقول غبرګون به اسرائیل ته د شخړې پراخولو چانس ورنه کړي.