
د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای، ویلي چې تهران به یوازې هغه مهال له امريکا سره د همکارۍ په اړه غور وکړي، که واشنګټن په سیمه کې خپله تګلاره بدله کړي او د اسرائیلو ملاتړ پرېږدي.
خامنه ای ويلي:«که هغوی د صهیونیستي رژیم له ملاتړ څخه په بشپړ ډول لاس واخلي، له دې سیمې خپلې پوځي هډې وباسي او په سیمه کې له لاسوهنې ډډه وکړي، نو همکاري ورسره تر غور لاندې راتلای شي.»
هغه زیاته کړې «د امریکا متکبر طبیعت له تسلیمېدو پرته بل څه نه مني.»
نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې له زده کوونکو سره د هغې غونډې پر مهال کړي، چې د ۱۹۷۹ کال د ایران د انقلاب له بریا وروسته د امریکا د سفارت د نیولو کلیزه نمانځل کېده.

