د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بلاروس هېواد کې د ايراني وګړو يوې غونډې ته ویلي، چې که ایران توغندي نه درلودای، نن به یې د اسرائیلو له لاسه حالت له غزې هم بدتر وای.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد یې باید په اقتصادي، پوځي او نورو برخو کې خپله ځواکمنتیا نوره هم زیاته کړي.

هغه اسرائيل او امريکا د بشر حقونو او ازادۍ تش شعار ورکوونکي بللي او په خبره یې ياد شعارونه د خلکو د تېر اېستلو په موخه کاروي.

پزشکيان همدا‌ راز ويلي، چې اسرائیل په سیمه کې په ازاد ډول وحشتونه کوي او هېڅوک یې مخه نه نیسي.

ياده دې‌ وي، چې د ايران او اسرائيل ترمنځ په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ايراني توغنديو ځواکمنتيا د پام وړ وه او اسرائيل ته یې ګڼ تلفات واړول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version