د ایران بالعربیة رسنۍ د راپور له مخې، د ایران پوځ ویاند جنرال اکرمینیا خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې پر تهران د امریکا بندیزونه پلي کوي، د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ پر مهال به له ستونزو سره مخ شي.
نوموړي ویلي، چې په جګړه کې د دښمن هېڅ هدف نه دی ترلاسه شوی او نه د ایران سیاسي توازن ګډوډ شوی دی.
اکرمینیا زیاته کړې، چې د اوربند پر مهال ایران خپل دفاعي او پوځي وړتیاوې پیاوړې کړي، د هدفونو بانک یې تازه کړی او دفاعي او تهاجمي تګلارې یې اصلاح کړې دي.
