د سوریې سانا اژانس راپور ورکړی، چې د لبنان ولسمشر نواف سلام دمشق ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار کړی، چې هېواد به یې چا ته اجازه ورنکړي، چې د لبنان خاوره د خپلو عربي وروڼو، په ځانګړې توګه د سوریې پر ضد وکاروي.
سرچينې ويلي، نوموړي د اقتصاد، انرژۍ او امنیت په برخو کې د ګډو همکاریو پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو کمېټو رامنځته کولو ترڅنګ، د سوداګرۍ یوه ګډه شورا هم جوړه شي.
نواف سلام ټينګار کړی، چې سوريه او لبنان به هڅه وکړي، چې په سیمه کې د شته ننګونو پر وړاندې همکاري او سیاسي مشورې لا چټکې شي.
