اتحاد المجاهدین پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ اړوند فتح خېلو سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم پر یوه امنیتي مرکز د سرتېري او وسلهوال برید مسئولیت پر غاړه واخیست.
د معلوماتو له مخې، «د یاد غورځنګ ځواکونو له لوري لومړی امنیتي مرکز ته ورغلې لارې تړل شوي، د پوستې څنګ ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر رسول شوی او ترې وروسته له لیرې ځایه چاودنه ورکړل شوې ده.»
د خبرپاڼې له مخې، تر چاودنې وروسته ډلهییز وسلهوال برید پیل شوي، چې په ترڅ کې یې امنیتي مرکز نیول شوی او پکې دېره ۲۹ پولیس هلاک شوي دي.
اتحاد المجاهدین پاکستان ویلي، چې ځواکونو یې له یاد امنیتي مرکز څخه ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
د اعلامیې په بله برخه کې د پاکستان پوځي رژیم پولیسو او امنیتي منسوبینو ته خبرداری ورکړل شوی او ترې غوښتل شوي، چې له پوځ سره همکاري پرېږدي.
