الجزيرې راپور ورکړی، چې نن ورځ ماښام مهال د ايران له لوري توغول شوي توغندي د اسرائیل «اشغال شوي فلسطین» په حيفا ښار کې په خپلو موخو لګېدلي او پراخې ویجاړۍ او اورلګېدنه یې رامنځته کړې ده.

سرچینې ويلي، د بريدونو موخه په حيفا ښار کې د اسرائیلي رژيم د انرژۍ ذخیرې او بنسټونه و، چې همدا مهال هم پراخه اورلګېدنه پکې روانه ده.

ياده دې وي، چې اسرائیلي رژيم هم د انرژۍ پر تاسیساتو د ايراني توغنديو د لګېدو تاييد کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version