د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د سکاټلینډ حکومت ویلي چې دوی به نور د اسراییلو هيڅ رسمي بلنه ونه مني او نه به یې په غونډو کې ګډون وکړي.

د راپورنو له مخې د سکاټلنډ هېواد د ياد اقدام لامل د اسراییلو له لوري په غزه کې روانه نسل وژنه او وحشت ښودل شوی چې په اړه یې سکاټلنډ حکومت داسې وېلي: تر څو چې اسرائيل د سولې، او بشري مرستو په برخه کې رښتینی پرمختګ ونه کړي، او تر څو چې اسراییل په فلسطين کې نسل وژنه او جنګي جرمونو ونه دروي او په دې اړه له نړيوالو مکلفیتونو سره همکاري ونه کړي تر هغو پورې له اسرائيلو سره هېڅ رسمي غونډه او خبرې اترې نه کوو.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې نن د کولمبيا ولسمشر هم اسراییلو ته د ډبرو سکرو صادراتو د بندېدو اعلان وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version