سرچينې وايي، ايران کې د مقاومت جبهې د وژل شوي مشر جنرال اکرام الدين سريع جنازه سبا شنبه وروسته له غرمې ۲ بجې د تهران په امام زاده طاهر سيمه کې ترسره کېږي.
جنرال سريع د پنجشنبې په ماخستن شاوخوا ۷ نيمې بجې د ايران په تهران کې د نامعلومه کسانو له لوري ووژل شو. خو هندوکش غږ ته د رسېدلو غږيزو کلیپونو او د دوی له منځه د رسېدلو معلوماتو څخه معلومېږي چې نوموړی د خپلمنځي اختلافاتو له امله خپلو نورو ملګرو له مخې لرې کړ.
