د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد د اټومي موضوع په اړه له امریکایي چارواکو سره پنځم پړاو خبرې سبا جمعه (د جوزا، دوهمه) د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې ترسره کیږي.

د راپورونو له‌مخې، د دواړو لوريو ترمنځ به د خبرو اترو تمرکز د ایران له‌خوا د یورانیمو پر غني کولو وي.

د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو خبرې د عمان پلازمینه مسقط کې ترسره شوې وې، چې دواړو لورو مثبتې بللې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version