د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې تهران به له جرمني، فرانسې او بریټانیې سره د اټومي خبرو اترو لپاره سبا (سهشنبه) د سویس په جینوا ښار کې ناسته ترسره کړي.
راپور زیاتوي، چې د دغه ناستې اجنډا به د ایران پر اټومي مسئلې او د بندیزونو پر لرې کولو متمرکزه وي.
ویل شوي چې په ملګرو ملتونو کې د ایران پخوانی سفیر مجید تخت روانچي به په دې خبرو اترو کې د ایراني پلاوي مشري وکړي.
تمه کېږي، چې په دغه ناسته کې به د جرمني، فرانسې او انګلستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیران ګډون وکړي.