Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: ایران د بهرنیو فشارونو پر وړاندې نه تسلیمېږي
    سیمه

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: ایران د بهرنیو فشارونو پر وړاندې نه تسلیمېږي

    عمران آغاعمران آغا20 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له رجا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د هېواد د اټومي پروګرام په اړه به ایران په هېڅ قیمت معامله ونه کړي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به تسلیم نه شي.

    عراقچي ویلي، د هېواد برخلیک ټاکونکې پرېکړې، لکه د جګړې او سولې اړوند موضوعات، د ملي امنیت په عالي شورا کې د پوځي، اقتصادي او بهرنیو اړیکو د متخصصینو له لوري په دقیق ډول ارزول کېږي. د هغه په وینا، په مذاکراتو کې د ایران د برلاسۍ اصلي راز د ولس ملاتړ دی.

    هغه زیاته کړې، د روانې جګړې پر مهال، سره له دې چې د بریدونو، چاودنو او د لوړپوړو چارواکو د وژل کېدو جدي ګواښونه موجود وو، د نظام مشرتابه او مسوولانو له خپلو دریځونو شاتګ ونه کړ.

    عراقچي همدارنګه ادعا کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو سره سره، واشنګټن د پام وړ لاسته راوړنه نه ده ترلاسه کړې او ایران د خپلې وروستۍ جګړې له تجربو څخه په ګټې اخیستنې ستراتیژیکه بریا خپله کړې ده.

    هغه ویلي، د نظام د کمزوري کولو او تجزیې ټولې هڅې ناکامې شوې او ایران نړۍ ته د پخوا په پرتله د یو پیاوړي هېواد په توګه ځان ور وپېژاند.

    مخکینۍ مقالهسوریايي چارواکو د لبنان قضيه کې د مداخلې اړوند د ټرمپ څرګندونو ته منفي غبرګون ښودلی
    راتلونکي مقاله د دفاع وزارت د نظامي عملیاتو رئیس د تاجکستان له سفیر سره کتلي

    مربوطه لیکنې

    نن سهار د ايران په لويديځ کې دوه پرلپسې زلزلې شوي

    20 جولای 2026

    امریکا د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران بریدونه کړي

    20 جولای 2026

    ایران د کویټ له خلکو د امریکا د پوځي اډو پر ضد د اقدام غوښتنه کړې

    20 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2026

    افغان حکومت د نورستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نورستان…

    نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۰ تنه شهیدان او تر ۱۰۰ زیات نادرکه دي

    20 جولای 2026

    خلیل الحیه د حماس د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی

    20 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان حکومت د نورستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    20 جولای 2026

    نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۰ تنه شهیدان او تر ۱۰۰ زیات نادرکه دي

    20 جولای 2026

    خلیل الحیه د حماس د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی

    20 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.