د ایران د مذاکراتي پلاوي غړي «محمد مرندي» ويلي، چې امريکا سره اسلام‌اباد کې له مذاکراتو وروسته د دوی الوتکه له احتمالي برید سره مخ وه او اړ شول چې خپل مسیر ته تغیر ورکړي.

مرندي ویلي، ایراني پلاوی د ګواښ له امله ونه توانېد چې په عادي ډول خپل هېواد ته ستون شي او مجبور شو چې مسیر بدل کړي او د مشهد له لارې بېرته تهران ته وګرځي شي.

د ايراني پلاوي د ترور موضوع داسې مهال راپورته کېږي چې په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ مهم مذاکرات د پاکستان تر منځګړیتوب لاندې بې پایلې پای ته ورسېدل.

شنونکي وايي، پاکستان چې هڅه یې کوله ځان د سیمې د یو مهم ډیپلوماتیک مرکز په توګه معرفي کړي، نه یوازې په مذاکراتو کې پاتې راغی، بلکې د امنیتي کمزورۍ له امله هم تر نیوکو لاندې دی.

پر امنيتي کمزورۍ سربېره، د اسلام‌اباد مذاکراتو ناکامي د پاکستان د منځګړیتوب حیثیت ته هم زیان رسولی دی.

شنونکي ټینګار کوي چې پاکستان هڅه کوي ځان د سیمې د سیاسي او اقتصادي محور په توګه وښيي؛ خو د اسلام اباد مذاکراتو وښوده، چې هلته نه د امنیت ډاډ شته او نه هم د دیپلوماتیکو هڅو پایلې عملي کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version