د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري د سیمې په هېوادونو کې د انټرنشنل په نوم د صهیونیستي رسنۍ پر بنسټونو او همکارو شبکو د برید ګواښ کړی.

نوموړي ویلي، چې یاده استخباراتي رسنۍ د سټلایټ له وړتیا او د سیمې د ځینو هېوادونو له رسنیزو زیربناوو په استفادې ایران کې د کړکېچ په رامنځته کولو، درواغجنو روایتونو، اوازو خپرولو او د ایراني ولس پر ضد د «جنایتکارې امریکا» او صهیونیستي رژیم د موخو لپاره فعالیت کوي.

ذوالفقاري ویلي: «خبرداری ورکوو، چې د دغې خبیثې او شیطانې رسنۍ سره د مرستو دوام په صورت کې به، له هغې سره د همکارۍ سرچینې هم د ایران اسلامي جمهوریت د اهدافو په لیست کې شاملې شي.»

همدې ګواښ ته په غبرګون کې پاکستاني خبریالانو دې هېواد کې د انټرنشنل شبکې د دفترونو د تړل کېدو غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده، چې د بهرنیو استخباراتي شبکو په مالي ملاتړ چلېدونکې «افغانستان انټرنشنل» هم د ایران انټرنشنل همکاره شبکه ده، چې کړۍ ورځ د پاکستان پوځي رژیم په ګټه او د افغان ملت ضد نشرات کوي.

دغه شبکه افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو د توجیح کولو لپاره غیر معقول دلایل تراشي، قومي او سمتي تعصباتو ته لمن وهي او د ناسمو خبرونو له لارې د ټولنې د روان ګډوډولو هڅې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version