د ايران پارلمان مشر باقر قاليباف د امريکا وروستیو تحرکاتو ته په غبرګون کې ويلي، چې وسله وال ځواکونه یې بشپړ چمتووالی لري او خبرداری یې ورکړی، چې ناسمه تګلاره او ناسمې پرېکړې تل ناسمې پایلې لري او دا خبره اوس نړیواله تجربه ګرځېدلې ده.
نوموړي ويلي، ایران د ټولو سناریوګانو لپاره چمتو دی او د هر ډول اقدام په صورت کې به «مخالف لوری حیران شي».
قالیباف په یوه جلا ټویټ کې زياته کړې، چې امریکا د ایران خلکو له حقونو منلو پرته بله چاره نه لري او په وينا یې دغه حقونه د ايران په ۱۴ ماده ییز وړاندیز کې ذکر شوي دي.
نوموړي ټينګار کړی، چې له خبرو اترو پرته هر بل اقدام به په بشپړه توګه بې پایلې او له یوې ناکامۍ وروسته بله ناکامي وي.
هغه ويلي، د ټرمپ اداره چې هر طرف لاس اچوي، قیمت به یې د عامو امریکایانو له مالیې ورکول کېږي.


