وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د متحده عربي اماراتو جنګي الوتکو په پټه پر ایران بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې یو برید د تېرې اپریل میاشتې په لومړیو کې د فارس خلیج په لاوان ټاپو کې د نفتو پر یو چاڼځای ترسره شوی و.
ویل شوي، د دغه برید له امله یادې تصفیهخونې کې پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې وه.
راپور کې راغلي، دغه برید د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند له اعلان سره هممهاله تر سره شوی و.


