د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د خپل پلار مړینې د «څلوېښتۍ» په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې ایران د خپلې دفاع جګړه ګټلې او له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي چې پر دغه هېواد یې بریدونه کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو له خپلو حقونو نه تېريږي او د اوښتې مرګ‌ ژوبلې او زیانونو تاوان به غواړي.

مجتبی‌خامنه ای د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، چې د «شیطاني قدرتونو» په درواغجنو ژمنو ونه غوليږي او د ایران نوي ځواکمن پړاو واقعیتونه په سمه توګه درک کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version