د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، محمد رضا عارف ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره جامع پلان به په راتلونکې یوه میاشت کې نهایي شي.

عارف دغه څرګندونې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته کړي او ویلي یې دي چې د تهران او کابل اړیکې تر بل هر وخت د پیاوړتیا په حال کې دي.

نوموړي ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شوي پیغامونه ښیي چې افغان حکومت هم له تهران سره د همکاریو د پراختیا جدي اراده لري.

د ایران مرستیال ولسمشر، دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په دې وروستیو کې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي، علمي او سیاسي برخو کې د پلاوو تګ راتګ زیات شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version