د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي دې خبرې ته په اشارې چې افریقا د حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري وویل: په عامه توګه له افریقا سره اړیکې او په تېره بیا د افریقا له اسلامي هیوادونو سره اړیکې زموږ په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ سید ابراهیم رئیسي الجزایر ته له تهران څخه تر وتلو مخکې په دې خبرې سره چې لومړی باید د رایې اچونې په مرکزونو کې د خلکو د پراخ حضور له امله د خدای تعالی شکر ادا کړو، بیا یې وویل، زه باید د خلکو له وخت او مسؤلیت څخه مننه وکړم.

نوموړي الجزاير ته د خپل سفر په اړه یادونه وکړه چې دغه سفر د الجزاير د ولسمشر په بلنه او د ګازو د صادرونکو هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کې د ګډون په موخه ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه، چې په دې سفر کې دوه مسایل د پام وړ دي. لومړۍ د ولسمشر په کچه دوه اړخیزه ناسته ده، چې په ۱۶ کلونو کې نه ده شوې، دغه راز زموږ د ملت په نظر الجزاير هغه هېواد دی چې د استعمار پر وړاندې ودرېد او زموږ خلک د مقاومت پر وړاندې د الجزایر د دریدو څخه ښه یادونه لري.

رئیسي په افریقا کې د الجزایر دریځ یو ځانګړی دریځ وباله او په دوام کې یې وویل، بل ټکی د يو اړخيزتوب پر وړاندې مبارزه ده، الجزاير، د ايران اسلامي جمهوريت او د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه نن ورځ دا نظر مني چې د يو اړخيزتوب مخالفت بايد وشي.

ښاغلی رئیسي د فلسطین او غزې له مظلومو خلکو په ملاتړ کې د دواړو هیوادونو ګډو نظرونو ته په اشارې سره وویل، په دوه اړخیزه غونډه کښې د فلسطین مسئله چې نن سبا نه یوازې د اسلامی نړۍ بلکې د نړۍ د هیوادونو مسله ده، د انسانیت دغه مسئله به خامخا هم بحث کیږي.

رئیسي د فلسطین او غزې له مظلومو او بیچاره خلکو په ملاتړ کې د دواړو هیوادونو ګډو نظریو ته په اشارې سره وویل، د سبا په دوه اړخیزه غونډه کښې د فلسطین مسله نه یوازې د اسلامی نړۍ بلکې د ټولې نړۍ د بشریت ضروري مسله او بحث ګڼل کیږي.

رئیسي د سیاسي اړیکو او سوداګریزو او اقتصادي اړیکو یوه بله موضوع وبلله چې په دې سفر کې به په پام کې ونیول شي او څرګنده یې کړه چې الجزایر زموږ د سوداګرو لپاره خورا ښه بازار دی او ایران هم کولای شي د فارس خلیج له هېوادونو او اسیا سره د اړیکو لرلو له امله موږ یو مرکز لرو، دا د الجزایر سوداګرو سره د اړیکو لپاره ښه ځای دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version