د ایران په پارلمان کې د قم استازي منان رئیسي ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعاوې ناسمې دي او د فردو اټومي تأسیساتو ته جدي زیان نه دی رسېدلی.
فارس خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، یوازې د ځمکې پر سطحه د فردو اټومي تاسیساتو ځینې برخې زیانمنې شوې، چې د بیارغونې وړ دي.
رئیسي ویلي، د خلکو د خوندیتوب لپاره هغه څه چې ممکن ګواښوونکي وو، له وړاندې تخلیه شوي او د هېڅ ډول هستوي وړانګو خپرېدل نه دي ثبت شوي.
د نوموړي په وینا، پر ایران د امریکا برید د جګړې د پیل مانا لري او اوس به ایران پرېکړه کوي چې د امریکا دې «ښکاره حماقت» ته څه ډول ځواب ووایي.