د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې چارسمبالي مرستیال او ولایتي رئیس مولوي جانان عزیزي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار او ځانگړي استازي علي موجاني سره لیدلي دي.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د نشه‌یي صنعتي توکو په قاچاق، بزگرانو لپاره په بدیل کښت، نشه‌یي توکو سره د اوږدمهالې مبارزې، په نشه د روږدو کسانو راټولولو او نشه‌یي کروندو د له منځه وړلو په خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ایراني پلاوي له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او ژمنه یې کړې، چې له یادې پدیدې سره د اوږدمهالې مبارزې په برخه کې به د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وړاندیزونه له خپلو اړوند ادارو سره شریک کړي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکېله بنده شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، په ټول هېواد کې د کرل شوو نشه‌يي توکو اړولو چارې پیل شوې دي او ټول نشه‌يي توکو به له منځه یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version