په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د ايران د چابهار ازادې سيمې له اجرائیوي مدیر ډاکتر محمد سعيد اربابي سره کتلي.
ایران کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر د پرانیستې، د ملي انتقالاتو په موخه د ایران او افغانستان د ګډ بانک د جوړولو، د اوږدې مودې لپاره افغان پانګوالو ته د ځمکې سپارلو او د چابهار-میلک اوسپنې پټلۍ د چارو د بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران چابهار بندر هند او منځنۍ اسیا ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره مهمه سوداګریزه لار بلل کېږي او افغان حکومت هڅه کوي له دې لارې افغان سوداګرو ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا نورې آسانتیاوې برابرې کړي.
