نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ایټالیا د لامپدوسا ټاپو ترڅنګ د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او تر ۱۲ ډېر لا درکه شوي دي.
راپور زیاتوي، یاده کښتۍ چې شاوخوا ۱۰۰ کډوال یې لیږدول، له لیبیا څخه د اروپا په لور روانه وه.
د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، چې تر دې دمه د ۲۶ کسانو مړینه تایید شوې، خو دا شمېرې لومړنۍ دي او ښایي نورې هم لوړې شي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي، چې له دغې پېښې ژغورل شوي ۶۰ تنه د ایټالیا لامپدوسا ټاپو کې د ګډوالو کمپ ته لېږدول شوي دي.
سرچینو د دغې کښتۍ د چپه کېدو د لامل په اړه څه نهدي ویلي.