د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د بدخشان-تخار لویه لار په ۱۵ بېلابېلو نقطو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ښاغلي حق‌شناس زیاته کړې، چې عملیاتي ټیمونه زیانمنو سیمو ته رسېدلې او د پاک‌کارۍ چارې یې پیل کړې دي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر یادې لویې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version