د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د بدخشان والي د یوه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته سفر کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان پلاوي د تاجکستان «کوهستان مختار بدخشان» ولایت والي، د دغه هېواد د تاجکستان د ملي امنیت او سرحداتو له مرستیال او نورو مسؤلینو سره کتلي.
د ښاغلي فاروقي په خبره افغان او تاجکستاني چارواکو دې کتنه کې د بندرونو پر نظم او سرحدي همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان اړیکې پیاوړې شوي او دواړو هېوادو په ګڼو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا ژمنې کړې دي.
