Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»Blog»د بدنامو تښتېدلو ترمنځ نوی جنجال! 
    Blog

    د بدنامو تښتېدلو ترمنځ نوی جنجال! 

    عمران آغاعمران آغا16 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: مبارز هروي

    د جمهوریت د مشهورو څهرو او کسانو ترمنځ تفرقه او ټکر یوه نوې خبره نه ده، بلکې د افغانستان ورانې ویجاړې هم د دې اختلافاتو لویې شاهدانې دي.

    د سرو لښکرو تر ماتې وروسته، همدا اختلافات د بیلابېلو ګوندونو د جوړېدو لامل شول چې تر رنګارنګ بیرغونو لاندې په پوچو بهانو سره یې د افغانانو وینې وبهولې او هېواد یې وران کړ.

    د افغانستان د اشغال په وخت کې، که څه هم د هغوی بادارانو تر یوې کچې د دې اختلافاتو د خپرېدلو مخنیوی کړی وو او د رسوایۍ مخه یې نیولې وه؛ خو اوس چې د جمهوریت بنیاد له منځه تللی دی او هر چا یې یوې ګوښې ته پناه وړې ده، هیڅوک یې د خپل منځي جنجالونو مخنیوی نه شي کولی او هره ورځ یې له یوې ګوښې غږ پورته کېږي او د دوی بې آبرویي لا ډېروي.

    کله عطامحمد نور د احمد مسعود او د هغه د شاوخوا خلکو پراخ فساد افشا کوي، او کله د دوستم لوړ پوړی قوماندان د خپلو تفرقه اچونو، وژنو او بې شمېره جنایاتو یادونه کوي.

    په وروستۍ قضیه کې سمیع سادات چې یو له تښتېدلو قوماندانانو او له پخوانیو فسبوکي جنرالانو څخه دی، ویلي چې د اشرف غني امنیتي سلاکار حنیف اتمر، د هغه د وژنې امر کړی و.

    دا ادعا له حقیقت ډېره لرې نه ده، ځکه چې د افغانستان تاریخ له بې شمېره داسې وژنو څخه ډک دی چې جنګسالارانو او ځان غوښتونکو رهبرانو د خپلو رقیبانو د حذفولو لپاره ترسره کړي دي.

    د دې ادعا له خپرېدو یوازې څو ساعته وروسته، حنیف اتمر ښکرور دروغ وبلل او ویې ویل چې دا تورونه په داسې وخت کې پورې کېږي چې نوموړي د افغانستان د جمهوریت د سقوط مسئولینو د حساب ورکولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.

    باید وګورو چې دا ادعاوې به تر کومه ځايه ورسي او نور کوم رازونه به یې روښانه شي.

     د یادؤنې وړ ده د افغانستان انټرنیشنل تلویزیوني شبکه، چې یوازې د جعلي او دروغو خبرونو له  خپرولو پرته بله دنده نه لري، د سمیع سادات د پیغام په پای کې یې ادعا کړې چې د دې شبکې کارمندانو هڅه کړې چې له اتمر سره اړیکه ونیسي، مګر هغه ځواب نه دی ورکړی.

    حنیف اتمر د خپل پیغام په پای کې نه یوازې سمیع سادات په دروغو تورن کړی، بلکې د دې شبکې مدیران یې هم دروغجن بللي او له ځان سره ېې د دې شبکې د کارمندانو د اړیکې ټینګولو هڅې هم رد کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهغزه کې د اوربند په اړه د خبرو نوی پړاو په دوحه کې پیل شو
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلو بې معنی تبلیغات

    مربوطه لیکنې

    تېره مياشت د ۱۰۴ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    18 اگست 2025

    حمله طالبان پاکستانی بر کاروان پولیس در دیر؛ سه پولیس کشته و شش تن دیگر زخمی شدند

    14 اگست 2025

    پوتین: غرب مونږ ته دا را زده‌ کړل، چې د بشر حقوق د اسرائیلو پر ګټو پیل او پای مومي

    8 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 اگست 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي، وروستیو…

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    24 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو

    24 اگست 2025

    د سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي

    24 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ دوه ټانکونه له منځه وړي

    24 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،974 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.