د برازيل ولسمشر، لويس ایناسیو لولا دسیلوا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په فلسطین کې د صهیونیستي رژیم کړنې جګړه نه، بلکې ښکاره نسل‌وژنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې صهیونیستي اسرائیلو په ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو بې توپیره بریدونه کړي، چې دا د جګړې له اصولو سره په ټکر کې دي او په تمامه مانا نسل‌وژنه ګڼل کېږي.

لولا دسیلوا زیاته کړې، چې د فلسطین مسئلې یوازینۍ حل‌لاره د فلسطيني دولت رسمي پېژندنه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version