مېډل اېسټ‌ ای ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په بریټانیا کې د نهو سیاسي ګوندونو ۸۴ غړو، چې پکې د پارلمان استازي او د ګوندونو مشران شامل دي، د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ته یو پرانیستی لیک استولی دی.

سرچينه وايي، دوی په دغه لیک کې غوښتنه کړې چې پر اسرائیل دې پراخ بندیزونه ولګول شي، ځکه اسرائیل له نړیوالو قوانینو څخه په دوامدار ډول سرغړونه کوي.

دوی وړاندیز کړی، چې تر هغه پورې دې له اسرائیل سره سوداګریز تړونونه وځنډول شي، څو چې یې کړنې د نړیوالو اصولو مطابق نه وي شوې.

دوی همداراز د وسلو د لیږد بندېدو، د غیرقانوني مېشت‌ځایونو سره د سوداګرۍ درولو، او د غزې جګړه کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version