‏د اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په حکم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د ستونزو د هواري، خلکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او په یاده برخه کې د چارو د هراړخیز بهبود په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

دغه کمېټه د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په مشرۍ جوړه شوې، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، خلکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د پېژندپاڼو د وېش د ټول بهیر په اړه څېړنه کوي او بشپړ راپور به یې د حل لارو موندلو په موخه د ریاست الوزراء له مقام سره شریکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version