د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، نږدې ۲ اوونۍ کېږي چې، د تورخم لار تړل شوې او په دې موده کې سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د دې خونې مسوولینو له پاکستاني چارواکو غوښتي، هغو ننګونو ته چې د دغې لارې د تړل کېدو لامل کېږي، رسېدنه وکړئ.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د اګسټ له ۲۱مې راهیسې د تورخم لارې تړل کېدو پاکستان ته هم شاوخوا ۵۴۰ مېلیونه روپۍ زیان اړولی دی.

په پاکستان کې د اسلامي امارت شارزدافیر ویلي، چې د پاکستان چارواکو ډاډ ورکړی چې، پر دې ستونزه به غور وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۳۲۹ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو چې، د تېر کال د شپږو میاشتو پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version