د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د برېتانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدلي دي.

له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیستم سره د مرستو، د روږدو ناروغانو د درملنې، د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې د همکارۍ او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ویلي، د عامې روغتیا وزارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د گڼ شمېر روږدو ناروغانو درملنه کړې او اوس هم په مرکز کابل او ولایتي روږدو درملنې مرکزونو کې گڼ شمېر روږدي د درملنې لاندې دي.

نوموړي د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه بللې او د روغتیا په برخه کې یې د مرستو د ډېرېدو هیله کړې ده.

په دې لیدنه کې د برېتانیې شارژدافیر په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه هغه کسان چې پر نشه‌يي توکو روږدي وو، تر درملنې لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version