ورځ او نېټه: شنبه ۵ صفر المظفر ۱۴۴۶ ھ ق

– [ ] افغانستان:

۱_د ټولگټو وزارت وايي، د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب‌اباد سټېشن (څلورم-پورټ) د افغانستان او ازبېکستان د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو په شتون کې بشپړ او گټه اخیستنې ته وسپارل شو.

۲_نن په ټول هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي.

۳_بامیانو کې د یو ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې.

۴_پکتیا او پکتیکا کې څه د پاسه ۸۰ کلنې دښمنۍ پای‌ ته ورسېدې.

۵_د هلمند د بست دولتي شرکت بیا فعال شو.

۶_کندهار کې گڼ‌شمېر چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي.

۷_د برېتانیې شارژدافیر له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی.

– [ ] سیمه:

۱_پاکستان: دېره اسماعیل خان کې وسله والو د بانک له موټر څخه ۱۵ ميليونه روپۍ تښتولې دي.

۲_استخباراتي سرچینې: ایران به ژر روسیې ته سلګونه بالاستیک توغندي ولېږدوي.

-[ ]مرکزي اسیا:

۱_ترکي رسنۍ: انقره کې د یو بس له پُل سره د ټکر له امله ۹ تنو ژوند بايللی او ۲۶ ټپيان شوي.

– [ ] مینځنۍ ختیځ:

۱_غزه کې نن سهار د صهيونيستي اسراییلو په بمبارد کې شاوخوا ۱۰۰ فلسطينيان شهيدان شوي.

– [ ] نړۍ:

۱_په برازیل کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۱ کسان وژل شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version