شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې ټاکل شوې سبا شنبه د اسد مياشتې په ۱۱ مه د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په شتون کې، د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په کچه د لس ميليارده ډالرو په ارزښت د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې تړون لاسليک شي.دغه وزارت زياته کړې، چې د ياد تړون غونډه به د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې ترسره شي.د برېښنا برخې د متخصصينو په اټکل د لس زره ميګاواټه برېښنا تولید کولای شي د ټول هېواد د برېښنا اړتيا تأمين او په دې برخه کې بشپړې ځان بساينې ته ورسېږو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت څه باندې څلور زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې شوي3 اگست 2025
افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه2 اگست 2025