د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک ویلي، چې د ځواک له لارې د حزب الله لمنځه وړل ممکن نه دي. په خبره یې، دغه ډله د لبنان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ژورې ریښې لري.
نوموړي څرګنده کړې، چې د امریکا هدف د حزب الله کمزوري کول دي، تر څو د لبنان دولت پر ټول هېواد بشپړ واک ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل د حزب الله پر بې وسلې کولو ټینګار کوي، خو حزب الله بیا دا مذاکرات بې ګټې بولي.
حزب الله د صهیونیستي رژیم پر ضد پر وسلهوالې مبارزه ټینګار کوي او دا مهال یې وسلهوال د لبنان په جنوب کې د یاد رژیم پر ضد پر جګړې بوخت دي.
