د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ مل پلاوي ترکمنستان ته د سولې او باور کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړی.
د خبرپاڼې له مخې، له ښاغلي عمر سره په دې سفر کې د ټولګټو او کانونو او پټرولیم وزارتونو استازي مل دي.
دې کنفرانس کې به د ۱۰۰ بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د سیمه ایزې اقتصادي پیاوړتیا، ریل پټلۍ، برېښنا، ګازو انتقال او ثبات په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.
د یادونې وړ ده چې، په دې سفر کې به د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړي بحثونه هم ترسره شي.