د سوریې رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد کورنيو چارو وزارت ځواکونو د امجد یوسف په نوم د بشارالاسد د رژيم هغه قومندان نيولی، چې شاوخوا ۵۰۰ سوريايي او فلسطيني وګړي یې په شهادت رسولي و.
امجد يوسف د اسد رژیم پر مهال بېلابېلې دندې ترسره کړي او له نن څخه ١٣ کاله وړاندې یې د سوریې په التضامن سيمه کې يوه ډلييزه وژنه هم ترسره کړې وه.
هغه د سوریې او فلسطین سلګونه عام وګړي په بې رحمانه ډول په شهادت رسولي و.
د امجد يوسف د نيول کېدو د خبر له خپرېدو سره سم سوريه کې ګڼ شمېر خلکو د خوښۍ مراسم نيولي دي.


