الخابور د سوریې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د “جیش الاسلام” پخوانی مشر او د سوریې پوځ لوړپوړی غړی عصام البویضاني له یوه کال بند وروسته خوشې کړی دی.
راپورونه ښيي چې نوموړی د ولسمشر احمد الشرع د پروني رسمي سفر او له اماراتي چارواکو سره د لیدنې په پایله کې خوشې شوی.
د عصام البويضاني له خوشې کېدو سره سم یې اوس په خپله سیمه (دوما) کې د تود هرکلي لپاره چمتووالی نیول شوی دی.


