Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بشر حقونه، که فحشا ته لمن وهل؟
    افغانستان

    د بشر حقونه، که فحشا ته لمن وهل؟

    عمران آغاعمران آغا9 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: نوین ساپی

    دا چې دوی وایي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یو شمېر هيوادونو كې د بشري حقونو د حمايت په موخه ايجاد شوې، دا خبره خو یې هېڅ حیقیت نه لري، هسې دنیا ته رنګ ورکوي، ټول فعالیتونه یې د بشر خلاف روان دي.

    ټول هغه هيوادونه چې د ملل متحد عضويت لري، په دې مكلف دي، چې د بشري حقونو په نوم افكار او فرامين ومني او وروسته يې په خپلو ملكونو كې تطبيق كړي، غرب او امريكا خپل افكار د ملل متحد تر چتر لاندې كوښښ كوي، چې اول یې په هيوادونو باندې ومني او وروسته له فرصت څخه په استفادې په هغه هيواد باندي د فشارونو په ذريعه تطبيق كړي.

    غرب خپله د بشر حقونه نه پېژني بشر وژنه کوي، عمده بېلګې یې عراق، سوریه، لېبیا، اوکراین او په فلسطین کې ظلمونه او وحشتونه دي چې په زرګونو انسانان یې ووژل او لا یې وژني.

    په مسجدونو بمباري، په روغتونونو بمباري او همدې ته ورته په نورو عامه ځایونو بمباري، په لسګونو تنه په ډلیزو قبرونو کې خښول، همدا د بشر حقونه دي چې دوی یې تر سره کوي؟ که دا د دنیا پر مخ بل بشر دی چې دوی یې وژني؟ دوی دې د دې پوښتنې جواب ووایي، که دا په بشر کې نه راځي؟ یوازې د بشر حقونه په افغانستان کې تر پښو لاندې شوي؟

    د بشري حقونو د شورا موخه که چېرته غربي افکار په افغانانو منل غواړي، همجنس ګرایي دې ازاده وي، فحشا او بې حیايي دې وي، د دین او قران خلاف کړنې دې تر سره شي، لوڅې او بربنډې انجونې دې په میله ځایونو او په ځانګړو مجالسو کې د نېشې په حالت کې نڅاګانې وکړي؛ دا ډول بشري حقونه افغانان نه غواړي او نه یې د حمایت محتاج دي.

    پورته چې د کومو موضوعاتو یادونه وشوه، همدا د غربيانو افكار او ارزښتونه دي، نو اكثره اسلامي هيوادونه دغو حقونو ته عقيده نه لري او كوښښ كوي چې، خپل هيواد ترې لرې وساتي، برعکس یو شمېر مستعمره اسلامي هيوادونه د غرب د فشارونو په نتيجه كې دغه قوانين منلي او تطبيق كړي دي لكه: پاکستان چې تل د بشري حقونو په نامه د غرب لخوا د استعمار او بندیزونو لاندې راغلی ده.

    الحمدلله اوس مهال افغانستان کې، یو اسلامي او شرعي نظام حاکم دی، د هر فرد نارینه او ښځینه حقوق پکې خوندي دي.

    د اسلامي امارت په څه کمه درې کلنه موده کې افغانانو خپل حقوق وپېژندل، او ترلاسه یې کړل؛ د کومو حقونو چې دوی یادونه کوي، هېڅ افغان د هغو حقونو غوښتونکی/خواهشمند نه دی.

    غرب دې لومړی له هر څه وړاندې بشر وپېژني، بیا دې د بشر حقونه وړاندې کړي، ځکه چې اوس خو د دوی په خوله کې چې کوم د بشر حقوق دي، هغو بشري حقونو په نړۍواله كچه خپل حيثيت له لاسه وركړى دى.

    مخکینۍ مقالهملګري ملتونه يو ناکام سازمان او د جګړو اصل لامل دی.
    راتلونکي مقاله لوړو زده‌کړو وزارت: اوس‌مهال ۱۴۰۰ استادان په بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا په زده‌کړو بوخت دي.

    مربوطه لیکنې

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026

    د افغانستان بانک: افغانۍ تېر کال خپل ثبات ساتلی او د ډالرو پر وړاندې یې بیه لوړه شوې

    5 اپریل 2026

    کابل کې د ترکیې شارژدافیر: ترکي شرکتونه د افغانستان سرو زرو کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

    5 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    دا ډېره بوږنوونکې ده چې د سیاسي فعالیت په بهانه د افغان ولس پر زخمونو…

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.