د بغلان ولایت د پاسپورټ آمر عنایت الله فاروقي وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنيدو راپدیخوا ۴۶ زره ۹۰۶ کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي، چې له درکه یې ۲۴۴ میلیونه، ۹۴۶ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ هېوادوالو ته خدمات وړاندې کېږي.
د بغلان ولايت یو شمېر اوسېدونکي هم د یاد آمریت د هڅو ستاینه کوي.