د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ (بي‌اېل‌اې) مشر بشیر زېب بلوچ په تازه څرګندونو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د سختو عملیاتو خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د روان لمریز کال د «هیروف» عملياتو دوهم پړاو به بلوچستان کې د تاریخ لوری بدل کړي او په خبره یې دا به داسې عمليات وي، چې د پاکستان پوځ به يې زور ونه‌لري.

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د «هیروف» عملیاتو په لومړي پړاو کې د بلوچستان ټولې لويې لارې د ۲۴ ساعتونو لپاره تړلې وې او پر دغو لارو يې د پوليسو لسګونه پوستې نيولې وي.

د «هیروف» په لومړي پړاو کې پاکستاني حکومت ته له پراخو مالي زیانونو اوښتو سربېره د دغه هېواد لسګونه پوځیان او پولیس وژل شوي او ټپیان شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ دا مهال د بلوچستان په نږدې ټولو ولسوالیو کې پراخ پوځي حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version