
راپورونه وایي، بلوڅ ازاديغوښتونکو نن سهار مهال د بلوچستان چهلمګسي ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او نیولی یې دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې دوه پولیس هلاک شوي او یو بل پولیس ژوندی نیول شوی دی.
دغه راز دې برید کې د پولیسو د یاد مرکز د مشر میر حسن په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي هم دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېر مازدیګر راهیسې د بلوچستان د مرکز په ګډون د دغه ایالت په بېلا بېلو سیمو د پاکستاني رژیم پر پوځي او امنیتي مرکزونو بریدونه روان دي.
راپورونه وایي، دغو بریدونو کې د پوځي رژیم ګڼ شمېر عسکر هلاک او ټپیان شوي او مهمې سیمې د ازاديغوښتونکو لاسته لوېدلي دي.

