د بنګله‌دېش موقت حکومت، امریکایي میلیاردر ایلن ماسک ته بلنه ورکړې، چې دې هیواد ته سفر وکړي او په ۹۰ ورځو کې دننه د «سټارلېنک» سپوږمکۍ انټرنېټ خدمات فعال کړي.

د بنګله‌دېش انتقالي حکومت مشر محمد یونس، د فبرورۍ په ۱۹مه ماسک ته رسمي لیک استولی او ټینګار یې کړی، چې سټارلینک کولی شي ځوانانو، کلیوالي ټولنو او محرومو قشرونو ته د انټرنېټ اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، د سټارلېنک اتصال د بنګله‌دېش کلیوالو ښځو، ځوانانو او محرومو ټولنو ته ستر بدلون راوړلی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version