د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپلو څرګندونو کې د هند تر کنټرول لاندې د جومو کشمير په پهلګام سيمه کې په سیلانیانو بريد غندلی او ياده چاره یې د سيمې د امنيت او ثبات پر وړاندې ګواښ بللی دی.
ياده دې وي چې پرون د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د يوه وسله وال برید په ترڅ کې شاوخوا دېرش تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.