بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د کچې په لوړولو، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په پراختيا او ځينو نورو سيمه اييزو مسائلو خبرې وکړې.
سرچينه وايي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له وروستي اقدام مننه وکړه چې په ترڅ کې به یې د سرپرست حکومت نوم په روسيه کې د ممنوعه ډلو په لېست کې نه حسابیږي.
د معلوماتو له مخې، مسکو د افغانستان سفير مني او ښاغلي متقي ډاډ ورکړی چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلوماټ معرفي کړي.
له بل لوري بيا ضمير کابلوف ويلي، چې هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او په همدې لړ کې به راتلونکې می میاشت کې د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دائمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.
کابلوف د سرپرست حکومت او روسیې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړی.