بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن سره په لیدنه کې ویلي، د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې مرستې نه دي شوې.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې فریلېسن د افغانستان د امنیت او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ د یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه له متقي سره د نظر تبادله کړې.
فریلېسن ډاډ ورکړی، چې د اروپايي اتحادیې رسمي دریځ د افغانستان د امنیت د ټینګښت او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ دی او اتحادیه هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.


