اسوشټيډ پريس امريکايي رسنۍ راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د دې معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي چې ولې یې دفاعي سیستمونه ونه توانېدل ترڅو پر رياض هوايي ډګر د حوثيانو د توغندیو او ډرونونو مخه ونیسي.
د سعودي عربستان، د لومړنیو څېړنو پایلې ښيي چې د یمن حوثیانو لومړی څو ډرونونه توغولي، تر څو د کروز او بالستیک توغندیو لپاره لاره هواره کړي او هغوی وکولای شي د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر ته ورسېږي.
پر سعودي عربستان د حوثیانو د پرلپسې برياليو بريدونو راوروسته د دې هېواد پر نظامي ځواک او هوايي دفاع ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې بریدونو کې چې د ریاض هوايي ډګر برید هم پکې شامل و چې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.


