د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له استازي، ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره لیدلي او د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او سیمهییزو ناستو کې له رغنده ونډې اخیستنې څخه قدرداني کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي محمد رضا بهرامي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو سیمهییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی دی.


