سرچينې وايي، نن ورځ د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نورو مهمو مسؤلینو جوړ دی، کابل ته رارسېدلی دی.
د دې پلاوي د راتګ موخه د تاجکستان او افغان حکومت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا یاده شوې ده.
همداراز، دا پلاوی به د افغان حکومت له بېلا بېلو مسؤلینو سره د کتنو تر څنګ د راتلونکو همکاریو په اړه هم ژور بحثونه کوي.
سرچينې وايي چې د اړیکو د لویو بحثونو ترڅنګ به په دوشنبه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او نورو جزئي موضوعاتو هم بحثونه ترسره کېږي.
ياده دې وي، چې تاجکستان په تېرو څلورو کلونو کې افغان حکومت سره مستقیم تعامل
نه درلوده؛ خو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې د پراخېدو په حال کې دي.
