د ترکیې د پارلمان مشر «نعمان کورتولموش» د ټرمپ د هغه پلان چې غواړي غزه تر خپل تصرف لاندې راولي، په غبرګون کې ويلي چې ټرمپ چې د غزې د تصرف خبره کوي نو د افغانستان، عراق او ويتنام څخه اخيستي درسونه دې هم نه هېروي.

کورتولموش دغه راز ټينګار کړی چې غزه د فلسطینیانو خاوره ده او تر قيامته به د هغوی خاوره پاتې کېږي.

د ترکيې د پارلمان مشر امريکا ته د صهيونيستي اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو په سفر تونده نيوکه کړې او ويلي یې دي چې يوه قاتل او د نسل وژنې مجرم ته شاهانه تشريفات ورکول ستره بې انصافي ده.

د نوموړي په وينا د غزې خاوره د فلسطيني مبارزينو په وينو سره ده او کوم د خرڅلاو توکی نه دی چې څوک یې د پلورلو او چېرته وړلو تصميم ونيسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version