د ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د خبري کنفرانس په جریان کې د یوې افغان ژورنالیستې نذیره کریمي یو ویډیو کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو؛ نوموړې په مکاره لهجه هڅه کول ټرمپ ته هېر شوی افغانستان یو ځل بیا ور په یاد کړي او د ژورو بدلونونو غوښتنه منعکس کړي، داسې چې بیا ځل په افغانستان کې د یرغلګرو په مشري جمهوري رژیم حاکم کړي، خو ټرمپ په خپل ځواب کې د نوموړې او ټولو هغه مخالفینو هیلې په اوبو لاهو کړې، چې د امریکا له خوا پر افغانستان د یو بل رژیم د تحمیلولو په پار یې لري.
ټرمپ پر سټېج د کنفرانس پر مهال، په کنایوي ډول په لنډ تمسخر آمېزه ځواب، د افغانستان په اړه خپل ټول سیاست بیان کړ. هغه د افغانستان په اړه په پوښتنې د نه پوهېدلو عارفانه تجاهل وکړ او دا یې څرګنده کړه، چې د افغانستان مسایل د ټرمپ لپاره نور ارزښت نه لري؛ په اصل کې دا ځواب د مخالفو جبهو پر هیلو خاورې اړول وو.
ټرمپ د خپل ځواب پر مهال وښودل، چې ګویا د ژورنالیستې په خبرو نه پوهېږي؛ په دې سره یې څرګنده کړه چې بهر مېشتي مخالفین یې شل کاله ازمویلي، نور نو هغوی ته غوږ نیول حماقت دی.
نوموړي د ژورنالیستې ژړغوني غږ ته خوندوره لهجه وویل؛ په دې سره یې د تېر حکومت مشرانو او مخالفو جبهو مشرانو او غړو ته واضح کړل، چې ستاسې له فرياد او ځور نه خوند اخلم، ځکه تېر حکومت په افغانستان کې له ډیرو امکاناتو په شتون کې بیا هم د هیڅ یوې سیمې په ساتلو ونه توانېده، تر څو د امریکا ګټې حفظ کړي، نو اوس یې فریاد هم ځای نه نیسي.
نذیره کریمي او نور ټولنیز فعالان د پوښتنې به ځواب کې په دې هم وپوهېدل، چې د مجازي نړۍ توده موضوع یې بالاخره حل کړه؛ بهر مېشتو او هغوی پورې تړلو ادرسونو ټرمپ ته هیله لرل چې بیا ځل به یې دوستي نوې شي، باور به پرې وکړي او افغانستان کې به یې د نظامي تسخیر له لارې حاکم کړي، خو د تبلیغاتو دغه څپه نسبتاً ضعیفه شوه.
کریمي ته د ټرمپ ځواب د سرپرست حکومت د مخالفو جبهو پر مشرانو خورا دروند تمام شو، ځکه د اتکاء ادرس یې منفي ځواب ورکړ، له همدې امله یې نذیره کریمي تر توندو نیوکو لاندې ونیول او د خپل غم د کمولو لپاره یې نوموړې په نا مناسبو الفاظو مخاطب کړه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.